ډاکتر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۲۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو، د روغتیايي محصولاتو او درملو د صادراتو پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه، د سوداګرۍ بهیرونو کې پر اسانتیاوو، د ګډو اقتصادي فرصتونو پر رامنځته کولو، افغانستان ته د صادریدونکو درملو د کیفیت او بیو پر ښه والي او افغان سوداګرو ته د درملو برخه کې د ویزې د ورکړې لپاره د اسانتیا پر برابرولو ټینګار وشو.

په پای کې دواړو لورو د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د تخنیکي او دوامداره همکاریو د پراختیا هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

لغمان ولايت کې ۹۰۰ کيلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۲۱ قلمه درمل راټول شول

د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اليشنګ ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې ۲۸. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت نورستان ته د بېړنیو روغتیايي مرستو درمل وسپارل

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټاکل شوي پلاوي د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو غوره درملنې په موخه ۱۶ قلمه درمل د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د عینو مېنې روغتون د ICU نوې څانګه پرانیسته

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۵ بستريز. . .

BACK TO NEWS