په کابل کې د زړه ناروغانو د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو د اړتیاوو ارزونې په موخه ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۵۱
moph

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک او ساختماني شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د دې ورکشاپ موخه په کابل کې د زړه ناروغانو درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو چارې په ښه توګه پرمخ وړل و، چې دا چارې د اسلامي پراختیایي بانک، عامې روغتیا وزارت، ساختماني شرکتونو او همکارو ادارو په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د دې ورکشاپ پرانيسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال وویل: ( د خوښۍ ځای دی چې نن موږ په کابل کې د زړه ناروغانو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو د کار پیل شاهدان یو، چې دا په هېواد کې د روغتیایي سیسټم د ښه والي لپاره یو مهم او اغېزمن ګام دی).

ښاغلي مرستيال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د درملنې په برخه کې اړین اقدامات تر سره کړي دي او دا ناروغۍ د کمېدو په حال کې دي، هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې د دې وزارت رهبرۍ د غیر ساري ناروغیو په برخه کې هم اغېزمن کارونه کړي دي او په دې برخه کې یې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون او ابن سینا صدري روغتون د خدمتونو څخه يادونه وکړه.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل وویل: (د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په بېلا بېلو سکتورونو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي، چې په کابل کې د زړه ناروغانو د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړول د هغې یوه بېلګه ده او دا روغتون به نه یوازې د زړه ناروغانو درملنې برخه کې فعاليت کوي تر څنګ به یې په هېواد کې متخصص ډاکټران هم روزي).

بل لور د اسلامي پراختیایي بانک او د ساختماني شرکتونو استازو چې د دې روغتون په جوړولو کې به کار کوي، ګډونوالو ته د یو پرېزنټېشن په ترڅ کې د دې روغتون د جوړوېدو د چارو او مراحلو په اړه معلومات ورکړل، چې ګډونوالو په دې اړه خپل نظرونه شريک او پوښتنو ته یې ځوابونه وويل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۵۳
Background image

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر روغتیايي او خوراکي تأسیسات وتړل شول

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو د بلخ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې ۱۳ درملتونونه، ۱۳ کتنځايونه، يو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه په کابل کې نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درمليزو خدمتونو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درمليزو خدمتونو ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو د معقولې کارونې ترویج، د درملو او درملنې کمېټو د پیاوړتیا او د درملو مدیریت ښه. . .

BACK TO NEWS