په ننګرهار کې د عامې روغتیا وزارت او هندي کپ انټرنیشنل مؤسسې ګډه ناسته د زلزله ځپلو د ملاتړ په موخه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۳
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د زلزله ځپلو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست کې د هندي کپ انټرنیشنل مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

دغه ناسته کې چې مل پلاوي او د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف هم شتون درلود، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یادې مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل، چې په غوره توګه د زلزله ځپلو هېوادوالو روغتیايي ستونزو د رسېدنې په موخه خپل روغتیایي ټیمونه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته واستوي او خپلې روغتیايي مرستې  او خوراکي مواد د ټاکلې شوې کمېټې په همکارۍ په شفاف ډول د زلزلې قربانیانو ته ورسوي.

بل لور د یادې مؤسسې مسؤلینو په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ او ژمنتیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خاص کونړ سل بستریز مؤقت روغتون څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کونړ ولایت د سفر په ترڅ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د زلزله ځپلو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د چین هېواد MCC کمپنۍ په ختیځ زون کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو شمېر اړینو توکو او درملو مرسته وکړه

یاده مرسته افغانستان لپاره د چین سفارت او د MCC کمپنۍ د استازو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ته وسپارل شوه، چې په کې خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS