په خصوصي سکتور کې د پانګونې د اسانتیا لپاره هڅې دوام لري

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۴۲
MOPH

دا د روغتیا اړوند د خصوصي سکتور ریاست دی شاید درې کاله وړاندې هم یو څوک ورغلی وي او اوس هم ، له وړاندې  یې د ریاست د چاپیریال او بڼې د بدلون  تر څنګ چارې هم خورا اسانه شوي ، وړاندیني طرزالعملونه نوي شوي او هر افغان ته د روغتیایي مرکز په  جوړولو کې خورا اسانتیاوې را منځ ته شوې دي!

پرون ورځ د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي  ترې لیدنه کړې ، تر څو شته ستونزې په نښه او حل لارې یې ومومي ، رهبري هڅه کوي چې د روغتیا په سکتور کې پانګه اچونې ته سالمه زمینه برابره کړي!

البته د معیاراتو تطبیق یې لمړیتوب دی!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

BACK TO NEWS