په تېر يو کال کې د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې (۳۵۲۷۰) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۹
MOPH

همدارنګه د ۱۴۰۴ هـ ش کال په ترڅ کې ياد روغتون ته (۴۳۲٬۵۵۲) تنه سراپا (OPD) ناروغانو او (۸۴٬۸۰۶) تنه داخل بستر (IPD) ناروغانو مراجعه کړې، چې ورته اړين روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.

سربېره پر دې، په دغه روغتون کې (۱۲٬۹۴۴) تنو ته د وینې د لېږد، (۶۳٬۲۱۰) تنو ته د ایکسری، (۶۴٬۸۷۵) تنو ته د الټراسونډ (تلویزیوني) معایناتو، (۹۶٬۸۶۹) تنو ته لابراتواري او ګڼ شمېر نور روغتيايي خدمتونه په برياليتوب سره وړاندې شوي دي.