په اسلامقلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو
د هرات اسلام قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.
دا مرکز د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري تمویلېږي، چې په جوړېدو سره به یې په اسلام قلعه بندر کې روغتیايي ظرفیتونه پیاوړي شي او د ساري ناروغیو په کنټرول کې به د پام وړ ښه والی رامنځته شي.
