هلمند کې د شفري نسخو لیکلو له امله دوه روغتیایي کتنځایونه وتړل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳
moph

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکټور له یو شمېر روغتونونو او روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې دوه روغتیایي کتنځایونه د شفري نسخو لیکلو له امله وتړل شول.

په یاد نظارت کې د روغتونونو مسؤلینو ته د شفري نسخو مخنیوي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

هرات، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر فابریکو، خوراکي توکو پلورنځيو او روغتونونو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت چې د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې یې هرات ولایت کې ۲۹ پاکټه غیر مجاز توکي او  ۸۶ بیلره خوراکي مواد او د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۱۰۰ کیلوګرامه غیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس د هلمند روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او د خصوصي روغتيايي سکټور اړوند یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ارزګان له والي، مولوي عنایت الله شجاع سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ارزګان ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د ارزګان والي، د عامې روغتیا وزارت له. . .

BACK TO NEWS