نیمروز کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شوه

دغه نظارت د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او ارزونې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې یو درملتون د قانوني جواز نه درلودلو له امله وتړل شو او یو اندازه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیایي قوانینو مراعتولو او د تطبیق په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د درملتونونو فعالیت د روغتیایي قوانینو او اصولو سره سم ترسره شي.