ننګرهار کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقاني، چې یو تخنیکي ټیم او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې هم ملتیا کوله، ننګرهار ولایت کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره د یو لنډ مهالي ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته وکړه، چې په کې به له کونړ ولایت څخه د انتقال شويو ټپیانو درمنله کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وویل، هغه ټپیان چې حوزوي او نورو روغتونونو کې یې لومړنۍ درملنه او خدمات ترسره شوي دي، د نورې درملنې او پاملرنې لپاره به دې روغتون ته راوړل کېږي او ټول امکانات ورته روغتیا وزارت له خپلې بودیجې څخه برابر کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د خصوصي سکتور له مسؤلینو سره د زلزله‌ ځپلو لپاره د خدمتونو د پیاوړتیا په اړه ولیدل

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د لغمان ولایت د خصوصي روغتیايي سکټور مسؤلینو له لوري د کونړ له زلزله‌ ځپلو سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ قلمه درملو مرسته وشوه

د لغمان د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر سمیع الله عابد نیازي د یادې مرستې له امله د خصوصي روغتیايي سکټور له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د خصوصي روغتیايي سکټور مسؤلینو تل په سختو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ننګرهار ولایت له یو شمېر تجارانو سره ناسته وکړه

یاده ناسته چې د ننګرهار حوزوي روغتون ریاست کې ترسره شوه، په کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د ننګرهار د تجارانو اتحادیې رئیس او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS