ننګرهار او کنړ ولایتونو کې  روغتیايي کارکوونکو ته څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۵۳
MOPH

دا روزنیز تریننګ د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی ریاست د غیر ساري ناروغیو د وقایې او کنټرول ډیپارټمنت له‌ لوري د ننګرهار او کنړ ولایتونو د زلزله‌ ځپلو سیمو د کلینیکونو ۲۵ تنو ډاکترانو د ظرفیت لوړولو په موخه د غیرساري ناروغیو د وقایې او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو راجع کولو او د غیرساري ناروغیو اړوند ناروغانو د مدیریت په برخو کې ترسره شو.

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د وقایې او کنټرول مسؤل، ډاکتر محمد سمیع کریمي د غیر ساري ناروغیو په کنټرول کې د ډاکترانو رول اغېزمن وباله او ویې ویل: (موږ نه شو کولای چې د غیر ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې ټول روغتیایي کارکوونکي وروزو، نو له ګډونوالو مو غوښتنه ده، چې د ټریننګ په ترڅ کې زده کړي موضوعات خپلو همکارانو ته په کلینیکونو او کلیو کې وړاندې کړي؛ تر څو په دې برخه کې د لا ډېرو کسانو د روزلو زمینه برابره شي).

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

ننګرهار او کنړ ولایتونو کې  روغتیايي کارکوونکو ته څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

دا روزنیز تریننګ د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی ریاست د غیر ساري ناروغیو د وقایې او کنټرول ډیپارټمنت له‌ لوري د ننګرهار او کنړ ولایتونو د زلزله‌ ځپلو سیمو د کلینیکونو ۲۵ تنو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۳:۵۵
Background image

پروان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو  واکسیناتورانو ته موټرسايکلونه ووېشل شول

پروان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو واکسیناتورانو ته ۲۶ موټرسایکلونه ووېشل شول

دغه موټرسایکلونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د عامې روغتیا ریاست او اړوندو ادارو د مسؤلینو په شتون کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو مسلکي کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمنار تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست تر چتر لاندې د ظرفیت لوړولو ریاست د "Basic Emergency Care" تر عنوان لاندې د جوزجان، سرپل، کابل، ارزګان، دايکندي، زابل او بغلان ولایتونو ۲۰. . .

BACK TO NEWS