مولوي عبدالولي حقاني د حضرت بلال روغتون او کيور کلينيک څخه ليدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۱۶
moph

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د حضرت بلال ۵۰ بستريز روغتون او کيور کلينيک څخه ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادو مرکزونو له بېلا بېلو څانګو د ليدنې تر څنګ د ناروغانو درملنې، خدمتونو د کيفيت او کاري بهير ارزونه وکړه.

سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د خدمتونو لا ښه والي په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې تر سره او د روغتونونو له مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو یې وغوښتل، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپل مسلکي، او انساني مسؤليتونه په صداقت سره اداء کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې د ناروغانو پر وړاندې هر ډول بې‌ غوري او بې ‌پروايي د منلو وړ نه ده او ټولو ته باید پر ټاکلي وخت اړین روغتيايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۶
Background image

د فراه ولایت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د ۱۱۸ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د فراه ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Relief International مؤسسې سره د (۱۱۸،۰۷۹) یو سل اتلس زره او نهه اویا ډالرو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده شپاړسمه فقره:

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده شپاړسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي، د درملو او روغتیايي توکو د لېږد پر مهال د ترانسپورت له. . .

BACK TO NEWS