لوګر ولایت کې د کوچیانو روغتیایي مرکزونو ته د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۳ قلمه بېلابېل درمل ووېشل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۳۳
MOPH

دغه مرستې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت له لوري برابرې شوي دي، چې موخه یې روغتیایي خدماتو ته د کوچیانو د لاسرسي زیاتوالی دی.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس محمد زرک ځیرک وویل، یاد درمل به د کوچیانو د روغتیایي ستونزو په حل کې اغېزمن رول ادا کړي او دې قشر ته د روغتیایي خدمات لا پیاوړيتا لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه، دا درمل هغو کوچیانو ته چې د ژوند ډېره برخه یې په تګ‌ راتګ کې تېرېږي، د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په برابرولو کې ډېر ګټور دي او له ټولو روغتیایي کارکوونکو څخه یې و غوښتل، چې دغه درمل بې له هر ډول ځنډ او خنډ څخه اړمنو ناروغانو ته ورسوي؛ تر څو اړمنو کسان ترې ګټه واخلي.

همدارنګه، د کوچیانو استازو له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د روغتیایي مرکزونو د دوامدارې ارزونې او شته ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS