له روږديتوب څخه ۳۷ درملنه شوي کسان له درې مياشتني مسلکي زده‌کړو وروسته فارغ شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۵
MOPH

ياد کسان چې د فراه ولايت د عامې روغتيا ریاست اړوند په ۸۰ بستريز روغتون کې تر درملنې لاندې وو، د YHDO مؤسسې له لوري د درې مياشتني مسلکي روزنيز پروګرام له بشپړېدو وروسته، فارغ شول.

د فراه ولايت د عامې روغتيا رئيس، مولوي شيخ مير صدام د یادو کسانو فراغت غونډه کې هغوی ته د فراغت مبارکي ورکړه او د YHDO مؤسسې له خدماتو څخه یې د مننې تر څنګ وويل: «اوس تاسې نه يوازې روغ ياست، بلکې مسلکي کسان هم ياست؛ که خلکو تاسې پخوا روږدي بللئ، نو اوس بايد ټولنه تاسې د نلدوان، مستري او تخنيکي کارپوهانو په توګه وپېژني

همدارنګه، ښاغلي رئیس له خلکو وغوښتل، چې یادو کسانو ته درناوی وکړي او هغوی ته د يو مسلکي او ماهر شخص په سترګه وګوري.

دمګړۍ، ۴۰ تنه نور روږدي کسان هم د یاد مرکز په دويم پړاو کې په حرفوي زده‌کړو بوخت دي او دوی ته هم ورته مسلکي پروګرامونه وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS