عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له میرویس سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۹
moph

د ا.ا.ا عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله ورعاه، چې د عامې روغتيا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت او د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ګل محمد عثمان یې ملتیا کوله، له میرویس سیمه ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله د یاد روغتون د ناروغانو احوال واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده، روغتیايي کارکوونکو ته یې د ناروغانو د غوره درملنې او ښه خدمت په موخه سپارښتنې وکړې او د ناروغانو له پایوازانو څخه یې د یاد روغتون د روغتیایي خدماتو د وضعیت اړوند پوښتنې وکړې، چې ناروغانو او پایوازانو د روغتون له خدماتو څخه خوښي څرګنده کړه.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت له لوري د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا برخه کې د وروستیو کارونو او فعالیتونو اړوند معلومات امیرالمؤمنین حفظه الله ته ورکړل شول، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پرې خوښي وښوده.

پای کې امیرالمؤمنین حفظه الله له ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو سره د شفقت له مخې نغدي مرسته وکړه او د دعا په ویلو یې یاده لیدنه پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS