د Comprehensive آزموینې د نوم لیکني جدول

akbari_admin

هغو درنو  داکترانو صاحبانو ته چې  په ۱۴۰۰ کال او یا له هغې څخه د مخه فارغ شوي او هم د ۱۴۰۱ کال فارغان چې د Comprehensive آزموینې تابع دي او په نوموړی آزموینه کې یې د ګډون لپاره په آنلاین توګه نوم لیکنه کړی ده، خبر ورکول کیږی تر څو  د خپل ډاډ لپاره خپل شهرت د نوم لیکنی په جدول کې چې د عامې روغتیا په رسمی پاڼه کې خپور شوی وګوري، په نوموړی جدول کی د شهرت د نشتوالی او یا د کومی تخنیکی ستونزی د در لودلو په صورت کی او همداراز هغه محترم ډاکترصاحبان چې د Comprehensive  آزموینې د شرایطو وړ وی او تر اوسه یې نوم لیکنه نه وی کړی، کولای شی چی د نوم لیکنی لپاره د اکمال تخصص ریاست ته تشریف راوړی او خپله ستونزه حل کړی.

یادونه: د ستونزو د حل لپاره د ( 7078820963) واتساپ شمیری سره ا‌‌‌‌ړیکه ونیسئ.

Documents

لیست ثبت نام

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements