د کابل ولایت روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډیپارټمنټ له لوري د کابل ولایت د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ۲۰ تنو ډاکټرانو لپاره د ظرفیت لوړولو په موخه د لومړنۍ درملنې او تشخیص، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیر ساري ناروغيو د اخته ناروغانو مديريت او روغتيايي مشورو برخو کې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ تر سره شو.
د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیر ساري ناروغیو په کنټرول کې د ډاکټرانو رول مهم وباله او ویې ویل: (موږ نه شو کولای چې ټول روغتيايي کارکوونکي د غیرساري ناروغیو د کنټرول برخه کې وروزو، له همدې امله له ګډونوالو څخه غوښتنه کوو، چې خپلې زده کړې او ترلاسه شوې تجربې له خپلو نورو همکارانو سره په کلینیکونو او روغتونونو کې شریکې کړي، تر څو وکولای شو لا ډېر کسان په دې برخه کې وروزو او د ناروغیو د مخنیوي کچه لوړه کړو).
