د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز او ګیټس بنسټ تر منځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۶
moph

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي د ګیټس بنسټ د پولیو برخې له مرستیال مایکل ګالوې سره په خپل دفتر کې ناسته تر سره کړه، چې په کې د پولیو واکسین روانو کمپاینونو او اړوندو ستراتېژیو  موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په یاده ناسته کې دواړو خواوو ژمنه وکړه، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه به د پولیو (ګوزڼ) له منځه وړلو هدف ته ورسېږي.

دغه راز مسؤلینو زیاته کړه چې له پولیو سره په نړۍواله مبارزه کې دا یو مهم ګام دی او موږ ویاړو چې د دغه ماموریت برخه یو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه. . .

BACK TO NEWS