د پنجشېر عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ۱۴ ټنه له نېټې تېر درمل، طبي او خوراکي توکي له منځه یوړل شول
د پنجشېر عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل: دغه درمل او توکي د څارنې او پلټنې امریت له لوري د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له بازارونو، درملتونونو او خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه راټول شوي وو، چې د بېلابېلو ادارو او رسنیو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شول.
