د عامې روغتیا وزیر غزني ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له والي سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۱:۱۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي غزني ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له والي حافظ محمد امین عمري سره ناسته ترسره کړه

په دغه ناسته کې، چې د غزني  مرستیال والي او د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک هم شتون درلود، د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو  تر څنګ په دې ولایت کې د نویو روغتونونو جوړېدو،  لویو لارو کې د ترافیکي پېښو لپاره د درملو او اړینو طبي توکو برابرېدو او د روغتیایي کارکوونکو د تشکیل زیاتېدو برخو کې غوښتنې وشوې.

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي غزني ولایت ته د خپل سفر موخه، چې په یاد ولایت کې د روغتیایي خدمتونو ارزول دي شریکه او په وینا یې چې امکاناتو ته په کتو به یادو برخو کې شویو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS