د عامې روغتیا وزیر د غزني د سیمه ییز روغتون له نوې جوړیدونکې ودانۍ څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۹:۳۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي غزني ولایت  ته د سفر په ترڅ کې د سیمه ییز روغتون له نوې جوړېدونکې ودانۍ څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د غزني د عامې روغتیا رئیس او یو شمیر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله د سیمه ییز روغتون  بېلابېلې برخې یې له نږدې ولیدې.

ښاغلي وزیر د یادې لیدنې پرمهال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یاد روغتون د پاتې چارو، چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې بشپړې شوي ژر پای ته ورسوي؛ ترڅو ولسونو ته په روغتیايي خدماتو کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۶:۰
Background image

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست سره د زلزلې د ټپیانو لپاره د ۳۹زره امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته وشوه

یاده مرسته د یونیسف ادارې له لوري وشوه، چې ۹زره ستنې (Ceftriaxone Inj) او ۴۸ زره سیرومونه په کې شامل دي، چې د تېرې زلزلې د ټپیانو درملنې لپاره به ورڅخه لازم کار واخیستل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

ننګرهار کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقاني، چې یو تخنیکي ټیم او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې هم ملتیا کوله، ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم له زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه ختیځو ولایتونو ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې له زلزله ځپلو سره همکاري ده، په کې مولوي نجیب الله فاروقي د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو روغتیایي مرکزونو کې د اړینو عدلي خدماتو او اړتیاوو ارزونه وکړ، له زلزله‌. . .

BACK TO NEWS