د عامې روغتیا وزیر د روغتیا د برخې نړیوالو مسؤلینو سره ولیدل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۱:۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلواډور، د نړيوال بانک استازې هادیه سماها، د افغانستان لپاره UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د روغتیا په برخه کې د یونیسیف ادارې له مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو د حل، روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدماتو پر پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته په رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزه هڅو یادونه وکړه او ویې ویل، د هغه ټولو ستونزو د حل لپاره به کار وکړي، چې د روغتیایي سیستم د پراختیا او پیاوړتیا لامل ګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS