د عامې روغتیا وزیر د ختیځ میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۲:۵۱
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ختیځ میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو  یې ملتیا کوله د ختیځ میډيکل کمپلکس بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي د یادې لیدنې پرمهال وویل: د ختیځ میډیکل کمپلکس د پاتې چارو موضوع یې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکه کړې او د هغوۍ له لوري یې ډاډ تر لاسه کړی چې پاتې چارې به یې نږدې راتلونکي کې پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۵۶
Background image

عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د «هیپاټیټس ناروغۍ د وقایوي خدمتونو او پاملرنې ادغام په روغتیايي سیستم کې» تر شعار لاندې د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه تر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتیکا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه د عامې روغتیا وزارت او ATOA مؤسسې ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د تر سره کړي نظارت په اړه د ATOA مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۶
Background image

د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS