د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان له مشر سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۳۹
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ولایتي رئیسانو په شتون کې د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي سره د روغتیا په برخه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د ترسره شویو خدماتو د ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد هم شتون درلود، د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري روغتونونو ته پر وخت د درملو رسولو، د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو پر تعادل، په روغتیايي مراکزو کې تخنیکي ستونزو ته پر وخت رسېدنې، روغتونونو ته د ارتقاء ورکولو، د مور او ماشوم روغتیا برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او ورته نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په هېواد کې د یونیسف سازمان له لوري د تطبیق کوونکو مؤسسو د تمویل په موخه مننه وکړه او د ارتقاء شویو روغتونونو او مراکزو د تمویل، دوه اړخیزې همغږۍ، په چارو کې د لا شفافیت، د درملو د کیفیت معلومولو او روغتونونو ته یې پر وخت رسولو برخو کې د یاد سازمان له لوري د یوې دوه اړخیزې کمېټې جوړېدو غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه، تطبیق کوونکې مؤسسې مکلفې دي، چې د درملو د کیفیت، اندازې او روغتونونو ته یې د رسولو برخه کې د ولایتي روغتیا رئیسانو سره معلومات شریک کړي.

بل لور د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان مشر په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، زموږ موخه دا ده، چې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه ټولو افغانانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړو او په دې برخه کې به د تل په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS