د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ له مسؤولینو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۳:۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ له مسؤولینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو نوي مشر( میکایل لیپي) او پخواني مشر (فیلیپ روبریو) ګډون کړی و، په هېواد کې د بې پولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو ښه والي په اړه  خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د بې پولې ډاکټرانو نوي مشر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ روغتیایي سکتور سره د یادې ټولنې د مرستو لا پراختیا او همکاریو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

د بې سرحده ډاکټرانو نوي مشر ښاغلي میکایل لیپي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لاښه کېدو او دې برخې ته د پراختیا ورکولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

ډاکتر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د صادراتو ادارې له مشر سره د درملو پر صادراتو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۵۰
Background image

مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان له مرستیال سفیر او د درملو شرکتونو له پلاوي سره د روغتیايي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد له مرستیال سفیر، ښاغلي جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د درملو د تنظیم ادارې له مشر سره وکتل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي او مل تخنیکي ټیم بنګله ‌دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د. . .

BACK TO NEWS