د عامې روغتیا وزارت پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د پراختیايي پروژو برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۹:۳۷
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، داکټر سید رسول منګل او د پراختیايي پروژو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، د پراختیايي پروژو د لګښتونو، د پروژو برخه کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل تر پایه د احتمالي لګښتونو، د پروژو په اړه د تشریحاتو او د اړوندو ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ اړوند خبرې ترسره کړي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل له اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې خپلو مسؤلیتونو او زیاتې همغږۍ ته په پاملرنې شته بودجه د پراختیايي پروژو برخه کې په اغېزمنه توګه وکاروي او د خپلو ادارو د ارزیابۍ پایلې د پلان او پالیسۍ ریاست سره شریکې او خپل ورځني فعالیتونه د کاري پلان له مخې ترسره کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په معیاري توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.

بل لور د روغتیا په برخه کې د پراختیايي پروژو مسؤلینو د مصرف شوې بودجې په اړه د راپورونو د تشریح کولو سربېره خپلې ستونزې او وړاندیزونه د روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د دوه اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS