د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د خصوصي سکتور له مسؤلینو سره د زلزله‌ ځپلو لپاره د خدمتونو د پیاوړتیا په اړه ولیدل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس سره لیدنه تر سره کړه

یاده لیدنه، چې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې ترسره شوه، په کې د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکټر احمد خندان او مل تخنیکي ټیم (چې په کې د اعصابو جراح، عمومي جراحي، ارتوپېدي او عمومي داخله برخو ډاکټران شامل دي) د زلزله‌ ځپلو او ټپیانو د خدمت او درملنې لپاره د بشپړ چمتوالي ډاډ څرګند او زیاته یې کړه، چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه یې خوراکي توکې، البسې، درمل او د ناروغانو د انتقال لپار څلور امبولانسونه هم چمتو کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس ته لارښوونه وکړه، چې خپل تخنیکي ټیم د یاد ولایت سیمه ییز تخصصي روغتون ته واستوي، ترڅو زلزله‌ ځپلو ته لازم خدمتونه وړاندې شي او هغه درمل چې دوی له ځان سره لري، د اړتیا پر بنسټ دې په ټولو روغتیایي مرکزونو ووېشل شي او خوراکي توکي او البسې دې د کونړ ولایت زیانمنو شويو سیمو ته ولېږدول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۲۸
Background image

نشست میان مسوولان معینیت غذا و ادویه و اعضای اتحادیه مواد غذایی برگزار شد

این نشست به رهبری الحافظ داکتر نعیم‌الله ایوبی، رئیس عمومی ادویه و محصولات صحی و سرپرست معینیت غذا و ادویه، با همراهی الحاج مولوی عبدالله حامد، رئیس عمومی مصوونیت غذایی و داکتر مطیع. . .

BACK TO NEWS