د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د پاکستان هیواد د CPSP ادارې له پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۹:۲۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي  له پاکستان هېواد څخه د CPSP  ادارې له راغلي پلاوي سره چې د دې ادارې رئیس، پروفیسر ډاکټر شعیب شفیع یې مشري کوله ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې چې د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونونو ټرینر متخصصینو او روغتیايي مسؤلینو شتون درلود د تخصصي برنامو په برخه کې د تجاربو په شریکولو، د روغتیايي پرسونل په ظرفیت لوړونې، د تخصصي برنامو د لا ډېر معیاري کولو او پر لنډ مهاله زده کړه ییزو برنامو بحث او خبرې ترسره شوې.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو د تخصصي برنامو د معیاري کولو په موخه خپل وړاندیزونه شریک او د دوامداره همکارۍ اړوند نظرونه تبادله شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS