د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره په پام کې لري، چې د (IHH) مؤسسې په مالي مرسته د ۴ ۰/۱۲ / ۱۴۰۳ نېټې څخه تر ۱۵ / ۱۲/ ۱۴۰۳ نېټې  پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته واستوي؛ ترڅو دغه روغتیايي خدمات ترسره کړي چې عبارت دې له:

-           ۲۵۹ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول

-           ۶۰۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

-           د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۵۰۰ تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې ژوند کوي او د سترګو روغتیايي ستونزې لري، خبر ورکول کېږي، چې په یادې نېټې مراجعه وکړي؛ څو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې شي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements