د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۷مه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تدارکاتي پروسو د شفافیت او چارو ژر ترسراوي، د درملو د بیو کنټرول، د بې کیفیته درملو مخنیوي او داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ریاستونو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ، د درملو برخه کې داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو او د بې کیفیته درملو مخنیوي، تدارکاتي پروسو د شفافیت او د چارو ژر ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې ترسره کړې؛ تر څو داخلي تولیدات تقویه، شفافیت رامنځته او د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ شي.
سربېره پر دې د شفري نسخو د جدي څارنې او د Comprehensive ازموینې د پایلو پر څرنګوالي هم هر اړخیز بحث تر سره او پرېکړه وشوه، چې د درملو په پېریدلو کې باید داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي، د دولتې روغتونونو د اړتیاوو ارزونه ترسره او ورته دې لازم توکي او تجهیزات وپېرل شي او له اړتیا پرته دې له دولتې روغتونونو څخه د ناروغانو د راجع کولو جدي مخنیوي وشي.
همداراز، په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت ښاغلو مرستیالانو او رئیسانو د چارو د ښه ترسراوي په اړه خپل نظرونه وړاندې او د تېرو ناستو د پرېکړو راپورنه یې له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.