د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکتر احمد خندان د ختیځ زلزله ځپلو ته د مرستې لپاره د خصوصي سکټور له استازو سره د همغږۍ او بېړنۍ رسېدنې په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳۴
MOPH

په دې ناسته کې د سختو حالاتو پر مهال د خصوصي روغتیایي بنسټونو پر مهم رول ټینګار وشو او د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو مسوولینو د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د یادې ناستې په پایله کې مهمې پرېکړې وشوې، چې په کې د کابل ولایت خصوصي روغتونونو ته د درملنې لپاره د شاوخوا ۱۴۰۰ ټپیانو وړیا انتقال، ۴۰ مجهز امبولانسونه له روغتیایي کارکوونکو سره کونړ ولایت ته لېږل او اغېزمنو سیمو ته د بشر دوستانه مرستو لکه درملو، طبي وسایلو، جامو، کمپلو او خوراکي توکو لېږل شامل دي.

د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس د خصوصي روغتونونو له مرستو مننه وکړه او په لا زیاتې همغږۍ او د مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ، هغه له ټولو روغتیایي بنسټونو وغوښتل، چې د اسلامي او انساني روحيې له مخې په دې ملي بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS