د عامې روغتیا وزارت د بهرني جراحانو له ټیم سره د سوځېدلو ناروغانو د درملنې په موخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۱
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د جراحانو له یو شپږ کسیز ټیم سره چې له هند او جرمني څخه افغانستان ته راغلي لیدنه تر سره کړه:

د پلاسټیک جراحۍ دا ټیم د هغه سوځېدلو ناروغانو درملنه کوي، چې په کابل کې د استقلال روغتون ته مراجعه کوي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هېواد ته د پلاسټیک جراحانو ټیم د راتګ هرکلی وکړ او د استقلال ملي او تخصصي روغتون مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سوځېدلو ناروغانو د درملنې لپاره دې ټیم ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

سربېره پردې، ښاغلي مرستیال د استقلال روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د روغتیايي کارکوونکو ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ، تر څو اړمنو کسانو ته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د «داخلي تولیداتو د جامع دوسیې (DMF) ارزونې» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تخنیکي دوسیو د ارزونې بهیر معیاري کول، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو د ثبت سیستم ښه کول دي چې ګډونوالو ته به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۵۷
Background image

هلمند ولایتي روغتون کې د وینې تصفیې (هیموډیالیز) لس بستریزه څانګه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یادې څانګې پرانیستې مراسمو کې د هلمند والي الحاج مولوي امان الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح، یو شمېر نورو مسؤلینو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.

دغه څانګه چې په. . .

BACK TO NEWS