د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: د ۱۴۰۴ لمریز کال Comprehensive ازموینې په اړه:

ټاکل شوې د ۱۴۰۳ لمریز کال اکمال تخصص برنامې څخه فارغو شویو کسانو  Comprehensive ازموینه د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې واخیستل شي.   

د ازموینې شرایط

۱- په اړوند روغتون کې د تخصصي برنامې بشپړېدل.

۲ـ د اکمال تخصص ریاست د علمي کمېټې له لوري د مونوګراف تائیدي.

 په همدې اساس ډاکټران کولای شي د دې خبرتیا له نشر سره ازموینې ته د چمتو والي په موخه د ازموینې ریفرینس (حواله) د وزارت له رسمي سایټ څخه وګوري.

 د ریفرنس لینک : https://moph.gov.af/dr/media/922

د اړتیا پر مهال له دې (۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷) واټسپ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

د اکمال تخصص لوی ریاست

نېټه: ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې ۱۵ مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم د ۱۴۰۴ کال د لړم (عقرب) له ۱۰مې نېټې څخه د لړم تر ۲۲مې نېټې پورې د بغلان ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته به په لاندې برخو کې د سترګو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د اسنادو ارزونې په موخه د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینې لپاره نوملیکنه.

ټاکل شوې د اکمال تخصص لوی ریاست د قانون سره سم د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینه د هغو متخصصینو څخه واخلي چې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۲
Background image

د درنو شرکتونو د پام وړ!

السلام علیکم ورحمته الله و برکاته!

په پام کې ده چې راتلونکې دوشنبه د١۴٠٣ کال د عقرب په ۵ مه نیټه ١٠:٠٠ (لس بجې) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست لخوا او د عامې . . .

Back to announcements