د عامې روغتیا وزارت او روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د عاجلو پېښو او سرویلانس د وضعیت په اړه ناسته

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۰:۲۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو پېښو او سرویلانس څانګې له استازو سره د عاجلو پېښو او سرویلانس د اوسني وضعیت په اړه ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې د پېښو د مدیریت میکانیزم او د Electronic Medical Record (EMR) سیستم ارزونه وشوه؛ هغه سیستم چې د پروپوزل لومړنۍ برخه یې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري منظوره شوې ده.

همدارنګه، د هغه پلان په اړه هم بحث وشو، چې له مخې به یې د سرویلانس پروګرام په تدریجي ډول له روغتیا نړیوال سازمان څخه عامې روغتیا وزارت ته انتقالېږي

ټاکل شوې ده، چې د EMR سیستم به ډېر ژر په ټولو روغتونونو کې عملي شي؛ د دې سیستم په پلي کېدو سره به عامې روغتیا وزارت وکولای شي، روغتیايي معلومات او ارقام په پوره دقت، شفاف ډول او پر وخت راټول کړي.

دغه راز، د معلوماتو د تحلیل او شریکولو بهیر به لا اغېزمن، معیاري او پیاوړی شي او هم به وزارت وتوانېږي، چې د شواهدو پر بنسټ په پالیسیو او تګلارو کې پر وخت، منطقي او مؤثر بدلونونه راولي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS