د عامې روغتیا وزارت اونیزه!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۱۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست تر چتر لاندې د ویاندویۍ ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د معلوماتو د لا ښې خپریدنې او تر ولس د روغتیایي پیغامونو رسولو په موخه لمړنۍ پر لیکه ( د عامې روغتیا وزارت اونیزه) پیل کړه ، دا قدم د روغتیا وزارت په نشراتي برخه کې یو ارزښتمن او نوښتي اقدام دی چې موخه یې په داخل د هیواد او له هیواد بهر هیوادوالو ته د روغتیا وزارت اړوند معلومات رسول دي!

د یادونې وړ ده چې په چاپي برخه کې درې میاشتنۍ مجله چې د روغتیا او ژوند په نوم نومول شوې هم څلورمه ګڼه یې تر چاپ لاندې ده!

 

ډاکټر شرافت زمان امر

د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه. . .

BACK TO NEWS