د عامې روغتیا سر پرست وزير د ايمرجنسۍ بنسټ له رئیس سره وکتل

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۷:۴۴
د عامې روغتیا سر پرست وزير د ايمرجنسۍ بنسټ له رئیس سره وکتل

یکشنبه، جوزا ۸/ ۱۴۰۱

د عامې روغتیا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد نن د خپل کار په دفتر کې د ايمرجنسۍ بنسټ له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې د ايمرجنسۍ بنسټ رييس د دغې ادارې دندې او پروګرامونه د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره شريک کړل.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د يادې ادارې له کړنو او هڅو مننه وکړه او د لا زياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه.

ډاکټر عباد همدا راز د عامې روغتیا وزارت او يادې ادارې ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او وې ویل، موږ په هېواد کې د ټراما مرکزونو د زیاتولو لپاره کار کوو.

په ورته وخت کې د ايمرجنسۍ بنسټ ادارې مشر په افغانستان کې د دې ادارې د خدمتونو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې اړو کسانو ته به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS