د عامې روغتیا سرپرست وزیر د Doctors World Wide بنسټ له ډاکټرانو سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۶:۵۷
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د Doctors World Wide بنسټ له ډاکټرانو سره وکتل

شنبه، ثور ۳۱/ ۱۴۰۱
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد نن Doctors World Wide بنسټ ډاکټرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې له عامې روغتیا وزارت سره د دغې ادارې د ګډو همکاریو په ځانګړي ډول د خپلو فعالیتونو پر دوام خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه بنسټ له همکاریو مننه وکړه او له دوي سره یې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د ياد بنسټ استازو هم په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو پر دوام ټينګار وکړ او د عامې روغتيا وزارت پر مشرتابه يې غږ وکړ، چې د دوي په فعاليتونو کې ورسره مرسته وکړي.
دا اداره په هیواد کې د یورولوژي، تغذیې او ګرځنده روغتیایی ټیمونو په برخو کې په بشردوستانه توګه کار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS