د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست (ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو له لوري ۳۰ نفره روزونکو ته پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۳۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست او (جنسي لارې انتقالېدونکو ناروغیو، ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو له لوري د جاپان هېواد په مالي ملاتړ او UNODC په همکارۍ ۳۰ نفره روزونکو ته پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې موخه یې په افغانستان کې د نشه یي توکو د زیانونو کمول او په ځانګړې توګه د HIV او هیپټایټس کنټرول او مخنیوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په یاد ورکشاپ کې د HIV، هیپټایټس او نشه یي توکو او پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره په خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو او د نشه یي توکو د زرقي استعمال له لارې د خطرناکو ساري ناروغیو د انتقال په اړه هر اړخیز پریزینټېشنونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS