د زلزله‌ځپلو د روغتیايي ستونزو د ارزونې په موخه د عامې روغتیا وزارت آنلاین غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴
MOPH

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د بلخ او سمنګان ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د تېرې شپې زلزلې له امله د زیانمن شویو کسانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په موخه آنلاین غونډه تر سره کړه

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت د مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د سمنګان او بلخ ولایتونو د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمن شویو کسانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

په دې غونډه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ له لوري د دې پېښې د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او د ټپیانو لپاره یې د الله تعالی څخه د ژر روغتیا دعا وکړه.

سربیره پر دې ښاغلي مرستیال وویل: ( د عامې روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده، چې په دې ولایتونو کې اړمنو کسانو ته ټولې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو د تېرې شپې زلزلې له امله زیانمن شویو کسانو روغتیايي وضعیت ته رسېدنه تر سره شي، چې په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره شوي دي).

دغه راز، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د بلخ او سمنګان ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو څخه وغوښتل، چې د ټپیانو په اړه د دقیق راپور ورکولو او د هغوی د روغتیايي ستونزو د حل برخه کې په لا زیاتې همغږۍ سره هر اړخیزه همکاري وکړي، ترڅو اړین اقدامات ترسره شي، چې په دې اړه د دغو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS