د روږدو درملنې ملي برنامې رئیس، مولوي انعام‌الله عمار او مل پلاوي کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د روږدو درملنې له ۸۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۴
MOPH

په دې لیدنه کې د یاد روغتون له ټولو برخو څخه هر اړخیز نظارت ترسره او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر، د حفظ‌الصحې اصولو رعایت، د ناروغانو د درملنې کیفیت او د کارکوونکو د ژمنتیا کچه په دقیق ډول وارزول شوه.

 همداراز، د ناروغانو روغتیايي دوسیې وکتل شوې او د خدمتونو د کیفیت دوامدار ښه والي پر اړتیا ټینګار وشو.

د دې لیدنې په پای کې د روږدو درملنې ملي برنامې رئیس د یاد روغتون د کارکوونکو له کړنو، هڅو او فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او وي ويل: د دې لړۍ دوام به د ژمنتیا، همغږۍ او مسلکي معیارونو د رعایت په رڼا کې د لا زیاتو بریاوو او پرمختګ لامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

لغمان ولايت کې ۹۰۰ کيلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۲۱ قلمه درمل راټول شول

د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اليشنګ ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې ۲۸. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت نورستان ته د بېړنیو روغتیايي مرستو درمل وسپارل

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټاکل شوي پلاوي د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو غوره درملنې په موخه ۱۶ قلمه درمل د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د عینو مېنې روغتون د ICU نوې څانګه پرانیسته

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۵ بستريز. . .

BACK TO NEWS