د روغتیا عمومي ستراتیژۍ د لګښت ټاکنې په اړه د لومړنیو معلوماتو وړاندې کولو غونډه تر سره شوه
دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پاليسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د دې وزارت د عمومي رئیسانو، د مقام او معينيتونو د مشاورینو او د بېلابېلو ادارو د استازو په شتون کې د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ معينيت په دفتر کې تر سره شوه.
په دې غونډه کې ګډونوالو د روغتیا عمومي ستراتیژۍ د لګښت ټاکنې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شريک کړل.
د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال د ګډونوالو د نظرونو له اورېدو وروسته لارښوونه وکړه، چې د وزارت د معينیتونو، اړوند ریاستونو او د بېلابېلو ادارو د تخنیکي استازو په ګډون دې یوه کمېټه جوړه شي، چې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نړیوال بانک استازي هم په کې شامل وي؛ څو په راتلونکې غونډه کې د روغتیا عمومي ستراتیژۍ د لګښت ټاکنې لپاره د یوه منظم پلان پر چمتو کولو کار وکړي.
