د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پکتیکا او کاپیسا ولایتونو د عامې روغتیا ريیسانو او په یادو ولایتونو کې د یونېسف او تطبیق  کوونکو موسسو (BARAN) او (BDN) استازو سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۲:۵۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا او کاپیسا ولایتونو د عامې روغتیا ريیسانو او په یادو ولایتونو کې د یونېسف او تطبیق  کوونکو موسسو (BARAN) او (BDN) استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي او د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې او په اړوندو برخو کې یې یو شمېر وړاندیزونه د حل په موخه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندکولو مرستیال  سره شریک کړل.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني د یادو ولایتونو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د تطبیق کوونکو موسسو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د یادو ستونزو حل په موخه لازم تدابیر ونیسي، څو په دغو ولایتونو کې د ناروغانو روغتیايي وضعیت ته په کتو سره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS