د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پروان ولایت له والي سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۳۶
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي  پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه ولایت له والي، مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.

په دې کتنه کې په پروان  ولایت کې د روغتیايي خدمتونو په لا ښه کېدو، د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو او روغتیايي پراختیا بحث او خبرې ترسره شوې.

د پروان والي، مفتي محمد ادریس انوري د روغتیا وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یو شمېر روغتونونو د پاتې چارو  د بیا پیل او د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د یوې ودانۍ جوړېدوغوښتنه وکړه.

 د روغتیايي چوبړتیاوو مرستیال شریکو شویو وړاندیزونو ته د ځانګړې پاملرنې سربېره په دې ولایت کې د روغتیايي پراختیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۷
Background image

مولوي عبدالولي حقاني د مرکزي پولي کلینیک او تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه ليدنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

بادغیس ولایت کې د اوتریچ ۱۶ واکسیناتورانو ته ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه پروګرام چې موخه یې د واکسیناتورانو مسلکي ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول دي، په کې د وقایې وړ ناروغیو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وشو او له ګډونوالو. . .

BACK TO NEWS