د داوطلبۍ د تمدید خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1405/002)
د غزني حوزوي روغتون کې د استصناع (د استصناع د مصنوع منافعو په بدل کې) له لارې د پرمختللي لابراتوار او معیاري تصویري تشخیصیه مرکز جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان:
د پروژې د اعلان نېټه: ۲۲/۰۵/۱۴۰۵
د پروژې د داوطلبۍ نېټه : ۱۴/۰۶/۱۴۰۵
د پروژې په هکله لنډ معلومات:
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست په شرایطو برابرو ټولو لېواله شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې د غزني حوزوي روغتون کې د استصناع (استصناع د مصنوع منافعو په بدل کې) له لارې د د پرمختللي لابراتوار او معیاري تصویري تشخیصیه مرکز جوړولو پروژه تطبیق کېږي، داوطلبۍ کې د ګډون خبرتیا ورکول کېږي.
لېواله شرکتونو کولای شي د اړونده پروژې شرط پاڼه په حضوري ډول د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست څخه ترلاسه کړې.
لیوال شرکتونه د شرطپاڼې په اساس د یادې پروژې لپاره د استصناع په اساس طرحه او مالي موډل ترتیب او د ۱۴/۰۶/ ۱۴۰۵ نېټه، یکشنبې ورځ، سهار لس بجې د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست کې د داوطلبۍ مجلس ته وړاندې کړي.
ادرس: د عامې روغتیا وزارت څلور لارې، وزیر محمداکبرخان، کابل، افغانستان
د معلوماتو لپاره په لاندې بریښنالیک او ټیلیفون شمیره اړیکه ونیسئ:
د اړیکې شمیره: 0202302539
بریښنالیک: / ppphealth.mpph@gmail.com ppp_health@moph.gov.af
