د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د هیموډیالیز پروژې لپاره سلوشن او سوډیم بای کاربونیټ پوډرنو برابرول او تدارک) په پروسه کې چې ((MOPH/1404/NCB/G-1516 داوطلبې شمېرې لرونکې ده ګډون وکړئ او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ له لارې ترلاسه کړئ، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 05/04/1404 هـ ش نېــټې، د پنج شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفرونو پرانیست خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه  د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپارئ.

یادونه: ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. د وړاندیز (آفر) تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (850,000) اته سوه پنځوس زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 05/04/1404 هـ ش نېــټه، د پنج شنبې په ورځ د سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفرونو پرانست خونه کې ترسره کېږي

 

په درنښت

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د کنترول سرطان   اٰروند د  ریجینت او مصرفی موادو  تدارک پرژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1276) ګڼې درلودونکې ده، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

د داوطلبي د بیا ځلې خبرتیا !

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د پکتیا ولایت حوزوی روغتون لپاره د CT-SCAN ماشین د برابرولو تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1242) ګڼې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders