د جوزجان ولایت دوه سوه بستریز ولایتي روغتون کې اداري برخې لپاره د نوې ودانۍ ډبره کیښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولایت دوه سوه بستریز ولایتي روغتون کې اداري برخې لپاره د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، د جوزجان عامې روغتيا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، مسئولینو،علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحب زاده وویل: چې یاد تعمیر د عامې روغتيا وزارت له مالي بوديجې د ۲۹ میليونه افغانيو په ارزښت درې پوړونو کې جوړېږي چې ټول لازم ملحقات به ولري.
ښاغلي صاحبزاده ددغه ودانۍ جوړېدل اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې په جوړېدوسره به یې د ولایتي روغتون اداري چارو او روغتیايي خدماتو کې د پام وړ بدلون راشي.