د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خاص کونړ سل بستریز مؤقت روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کونړ ولایت د سفر په ترڅ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د زلزله ځپلو لپاره د ځانګړي شوي مؤقت سل بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې موخه په دغه روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو ارزونه او په یاده پېښه کې د ټپي شویو ناروغانو له نږدې لیدنه وه.

د یاد روغتون څخه د لیدنې پرمهال د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتون خدمتونه واروزل او د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ته یې ډاډ ورکړ، چې په دې روغتون کې د زلزلې له امله ټپي شویو هېوادوالو ته د ټولو لومړنيو روغتیايي خدمتونه وړاندې کولو زمینه برابره ده او روغتیايي ټیم هم په بشپړه ژمنتیا چمتو دی، چې خپلو زیانمنو شویو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې او د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلي او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دې سختو ورځو کې د زیانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS