د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
په دې توګه د تدارکاتو قانون دوهمې فقرې د څلوردېرشمې مادې سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې ورغتیا وزارت د (وزیرمحمداکبرخان روغتون ریاست)په پام کې لري چې د (126000) کېلو ګرامه (طبي او غیر طبي زباله دانیو د مدیریت او او لېږدولو) قرارداد د ګلبدین حکیمي ساختماني شرکت ته چې د جواز نمبر یې D-42605ده او د کابل درېمې ناحیې اړوند سرای غزني- فارابي انسټېټیوټ ته مخامخ لمړۍ کوڅه کې موقعیت لري د (1348200) د یو میلیون درې سوه اته څلوېښت زره دوه سوه افغانۍ مجموعي قیمت په تړون ورکړي.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو پوري وزیر محمد اکبر خان روغتون ریاست ته، چې د وزیر اکبر خان لسم سړک اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون تر څنګ کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.