د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو په خوست ولایت کې د کوچیانو سویلي زون پروژې اړوند د دوه بابه کلینکونو بیا رغونې پروژه چې د تړون شمېره یې(MOPH/SZNP/NCB/1403/W03) ده. د (خواجه میر حلیم کاپیسایي ودانیز، سرک جوړونې او لوژستیکي خدمتونو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (95953) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خټکو مارکیټ ته مخامخ څلورمه ناحیه، کابل) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه (2,785,702.75) دوه میلیونه اووه سوه پنځه اتیا زره اووه سوه دوه اعشاریه پنځه اویا افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او  راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د البسه تدارک، چې د پيژندنې شمېره یې MopH/JAMH/NCB1404/G013 ده؛ داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

موضوع: د اتاترک ماشومانو روغتون د کانټین او د شیخ زاید روغتون د پارکینګ د سپارلو خبرتیا.

د عامې روغتیا وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لاندې داوطلبیو په پروسه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د ( یو قلم طبي اکسیجن) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1404/G001) . . .

Back to tenders