د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوی پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکزي پولي کلینیک ریاست د (۳۴ قلمه لابراتواري ریجنټونو) تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/CPC/NCB/1405/G008) ده، د(پایتخت هندوکش لوژستیکي شرکت) ته، چې د جواز نمبر (۷۳۹۹۲) دی او موقعیت یې (۱۱ ناحیه پروان هوټل)کې دی، د (۱۸۳۶۲۵۰) اتلس لکه شپږدېرش زره دوه سوه پنځوس افغانۍ په تړون ورکړي
د حقیقی او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځه کاري ورځو پورې د مرکزي پولي کلینیک ریاست ته چې د لومړۍ ناحیې اړوند سینمای پامیر سیمه کې موقعیت لري، و سپاري
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړ ېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
