د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

 

موضوع: د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبی تجهیزاتو (صحتمندی میکانیزم تقویتی ) پروژی د 121 قلمو مصرفی طبی موادو د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبی تجهیزاتو (صحتمندی میکانیزم تقویتی) پروژی د121 قلمو طبی مصرفی موادو تړون د (کشمیرقاسمی تجارتی او لوژستیکی) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (62375) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (هوتل پروان دخیرخانی دریمه حصه , 15 ناحیه  ,کابل مرکز,کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (1,150,000) یو میلیون و یوسل و پنځوس زره افغاني ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتی خدماتو  تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

                                                                               

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۲۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامي روغتیا وزارت ریاستونو  لپاره 360 پایه لب ټاپ کمپیوترونو  تدارک او  برابرول . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهاله تدارکاتي کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو تخصصي روغتون . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځل خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( راډیولوژي او د وینې بانک آمریتونو اړوند د طبي ملزمې  چمتو کول او برابرول د 1405 مالي کال پروژه  ) چې د (MOPH . . .

Back to tenders